په اوږد رخصت تلي د خیبر پښتونخوا ډاکټرانو ته د معاشونو ورکولو انکشاف شوې دې

0
160

باغی ټي وي رپورټ
په ډیپورټیشن او په اوږدو رخصتیو سره سره د خیبر پښتونخوا صوبې د یو شمېر ډاکټرانو ته معاشونه ورکولو انکشاف شوي دي.
په دې اړه د عامي روغتیا محکمې هم پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دې اړه به له څېړنو وروسته وروستی اقدام وشي. د روغتیا سکرتریت یوه چارواکي ادعا کړې، چې د روغتیا ریاست یو شمېر ډاکټران په دې موخه له کاره ایستل شوي او په اوږده رخصتیو استول شوي، خو اسناد ښيي، چې د یادو ډاکټرانو معاشونه لا هم د روغتیا له حسابه ورکول کېږي.
د مشرق نیوز رپورټ مطابق ددې ډاکټرانو له د معاشونو ورکولو کمپيوټري ريکارډونو کښي دا هم وئيلي شوي دي چي د اکاونټس برانچ لخوا په دي لړ کښي جاري شوي نوټيفيکيشن باندې عمل درآمد نه دے کړے شوي او د ډاکټرانو د بینک حسابونو ته د معاشونو جمع کولو لړۍ دوام لري.
د صحت محکمي د چارواکو په وينا په دې اړه تفصيلات غوښتل شوي دي او د رپورټ تر ترلاسه کولو وروسته به قانوني کاروایی وکړې شي.

Leave a reply