د ننګرهار ولایت کې پولیس ټرافیک بېرته خپلو دندو ته راګرځېدلي
د ننګرهار ولایت کې پولیس ټرافیک بېرته خپلو دندو ته راګرځېدلي دي
تېره ورځ د ننګرهار تر سقوط وروسته ټولو نظامي او ملکي مامورینو خپلې دندې پریښې وې چې نن د یاد ولایت پولیس ټرافیک بېرته خپلو دندو ته راوګرځېدل.
دا چې تېره ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت وروستۍ او د امارت اسلامي لومړۍ ورځ وه، د ټول افغانستان نظامي او ملکي مامورین رخصت کړل شوي ؤ او ټولې دولتي ادارې تشې وې، نن سهار د طالبانو پۀ غوښتنه د ننګرهار ښار د موټرو د نظم او کنټرول لپاره پولیس ټرافیک بېرته خپلو دندو ته راوغوښتل شول او د پخوا پۀ څېر یې د ښار د نظم او موټرو د کنترول لپاره د خپلې دندې ترسره کولو لپاره پیل وکړ.
همدارنګه تېره ورځ د طالبانو د قطر دفتر رئیس ملا عبدالغني برادر هم د یوې اعلامیې پۀ لوستلو لۀ ټولو ملکي مامورینو وغوښتل چې لۀ خنډ او ځنډ پرته دې خپلو دندو ته دوام ورکړي.