د وزیراعلی محمود خان په مشرۍ کې غونډه شوې

0
159

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرۍ کښې د معدنیاتو او معدني پرمختګ څانګي جائزه اخستلو لپاره یوه غونډه وشوه۔
په غونډه کې د نړیوالو معیارونو سره سم په صوبه کې د معدنی محصولاتو د تولید لپاره مهم ګامونه اخستلو لپاره ټینګار شوې دې.
په دې غونډه کې ددې مقصد لپاره د معدنیات د پراختیا شرکت جوړولو پریکړه وشوه چې دې څانګې ته وده ورکول لپاره ګامونه واخستل شي.
وزیراعلی ته د د کانونو د پراختیا شرکت د جوړولو لپاره د قانون مسوده تیارولو او چمتو کولو په اړه بریفنګ ورکړې شي.
وزيراعلي اړوندو چارواکو ته هدايات ورکړل چې د معدنیاتو ډيولپمنټ کمپنۍ جوړولو عمل دې چټک کړي چې د سوداګرۍ دې څانګۍ ته وده ورکړي .
په دې موقع وزیراعلی اوویل چې د کاني محصولاتو د کیفیت په لوړولو سره د صوبې په عوایدو،آمدن کې د پام وړ زیاتوالی راتلۍ شي.
وزیر اعلی وویل، د کانونو سیکټر ته چې وده ورکړې شی نو دې سره به زمونږ د صوبې معیشت ښه شي او خلقو ته به د کار روزګا موقعي هم په لاس راشي.

Leave a reply