وزلوبه؛ د افغانستان دودیزه لوبه
وزلوبه؛ د افغانستان دودیزه لوبه
دی وايي، دا د وزلوبې د لیګ درېیم پړاو دی او د ملي ټلوېزیون له لوري به په ژوندۍ بڼه خپرې شي.
تېرکال د دې سیالیو پایلوبه د کندهار او کندز لوبډلو ترمنځ مساوي پای ته رسېدلې وه.
(2022 / 2 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې چارواکي وايي، ډېر ژر به په ملي کچه د وزلوبې لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شي.
د دې کمېټې د نشراتو رییس دادمحمد ناوک ویلي، د وزلوبې د لیګ ټول تخنیکي مسایل حل شوي او په نږدې ورځو کې به پیل شي، خو نوموړی يې د کره نېټې په اړه څه ونه ویل.
ښاغلي ناوک وویل، دا لیګ به د تېر په څېر په لوړ کیفیت د ۱۶ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ په څلورو ګروپونو کې ترسره شي.
دی وايي، دا د وزلوبې د لیګ درېیم پړاو دی او د ملي ټلوېزیون له لوري به په ژوندۍ بڼه خپرې شي.
تېرکال د دې سیالیو پایلوبه د کندهار او کندز لوبډلو ترمنځ مساوي پای ته رسېدلې وه.