حکومت په ملک کې د کارخانو او صنعت څانګې ته وده ورکولو لپاره خاص پام کوي: عمران خان

0
124

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان په یو بیان کې ویلي دي چې حکومت په ملک کې صنعت او کارخانو ته خاص توجه کوي،هغه اوویل حکومت هڅې کوي چې د روزګار موقعې پيدا کړي او د ملک صادرات زيات کړي.

وزيراعظم د قامي پرمختيا او نظامې اصلاحاتو لپاره د پلاننګ فريم ورک په اړه د بحث لپاره د يوې غونډې مشري كولو په موقع ووئيل چې موجوده حكومت په اول ځل د برآمداتي منصوبه بندۍ پېل کړې دې.

هغه وویل، له بده مرغه تیر حکومتونو د ځان لپاره ګته کوله او د عام اولس لپاره ی ی هڅې او پلاننګ نه کولو. ده ووئيل ماهر ځوانان او افرادي قوت، سياحت او بهر هیوادنو کې پاکستانیان چې په دې هیواد کې پانګونه کوي، زمونږ لویه سرمایه ده، سرمايه كاران د پاكستان د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دي۔ هغه زياته کړه، حکومت په بهر هیوادونو کې د پاکستان په دې مشن زور ورکوي چې به هغه هیوادونو کې د پاکستان صادراتو د زياتولو لپاره خپل رول ولوبوي چې د پاکستان صادرات زیات شی ، هغه اوویل چې دې سره به د پاکستان معیشت وده وکړي.
د غونډې برخه والو ته د حکومت د پنځه کلن پرمختیايي پلان چوکاټ او اصلاحاتو په اړه بریفنګ ورکړل شو. وزیراعظم د غوندې برخه والو ته اوویل چې چې اصلاحاتي تګلارې د نن ورځې غوښتنو په نظر كې نيولو سره جوړه كړې شوې ده، هغه زیاته کړه چې دا پلان تیرو حكومتونو لخوا نظرانداز كړې شوې وو.

Leave a reply