ایران او افغانستان د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي 

0
160

ایران او افغانستان د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي 

ایراني لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره اقتصادي همکاریو ته تیار دي، سوداګریزې اړیکې به پراخوي او تر څنګ یې د وسپنې پټلۍ د پاتې چارو بشپړولو ته هم بشپړه امادګي لري.

 

(2022 / 2 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران او افغانستان د اقتصادي همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د اقتصادي همکاریو پر ډېرولو بحثونه شوي دي.

ایراني لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره اقتصادي همکاریو ته تیار دي، سوداګریزې اړیکې به پراخوي او تر څنګ یې د وسپنې پټلۍ د پاتې چارو بشپړولو ته هم بشپړه امادګي لري.

بلخوا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر بیا ویلي چې دغه لیدنه مثبته وه او دواړو لورو د ښو اړیکو پر لرو او د همکاریو پر پراختیا بحثونه او ټینګار کړی دی.

Leave a reply