ګوتریش: نړۍوال امنیت لۀ بې مخینې ګواښو سره مخ دی

ګوتریش: نړۍوال امنیت لۀ بې مخینې ګواښو سره مخ دی
ګوتریش وایي چې په راتلونکو میاشتو کې د نړۍ د وضعیت په اړه جدي اندېښنه لري. هغه همدا راز د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو غږ کړی چې د نړۍ په سوله او امنیت کې دې خپلې هڅې تر پخوا ډېرې کړي.
(2022 / 2 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په وروستیو کلونو کې نړیواله سوله او امنیت له تر ټولو ستر ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې د اوکراین په تړاو د روسیې اقدامات غندلي دي. نوموړي ویلي چې روسیې د اوکراین خاوره لاندې کړې ده او هلته یې خپل سرتېري لېږلي چې دا عمل هېچا ته د منلو نه دی.
د ده په خبره په وروستیو کلونو کې نړیوال سوله او امنیت له بې مخینې ګواښ سره مخ دي. ګوتریش د روسیې اقدام هم د نړیوالې سولې او امنیت لپاره بل ګواښ بللی دی او وایي چې په دې اړه د هېوادونو چټک اقدام ته اړتیا ده.
ګوتریش وایي چې په راتلونکو میاشتو کې د نړۍ د وضعیت په اړه جدي اندېښنه لري. هغه همدا راز د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو غږ کړی چې د نړۍ په سوله او امنیت کې دې خپلې هڅې تر پخوا ډېرې کړي.






