ضم ضلعو کې وفاقي او صوبایی حکومت د لوبو سهولتونو لپاره ۷ ملیارده روپۍ ایښي دي: ډاکټر نورالحق قادري

0
190

نصیب شاه شینواري
د ضم شووو ضلعو د غټو لوبو د پرانستې دستورې ته په خپله وینا کې د مذهبی چارو وفاقی وزیر پیر نورالحق قادری اوویل چی د راروان درې کالو لپاره وفاقی حکومت او صوبائي حکومت لخوا په قبایلي سیمو کې د لوبو میدانونو جوړولو لپاره 7 اربه روپئ زیات رقم مختص کړی شوی دی.

قادري اوویل په پښتونخوا کې د لوبو د ميدانونو د جوړولو او ښه والي لپاره صوبايي حکومت په قبايلي ضلعو کې د لوبو ميدانونو جوړولو لپاره هم فنډونه مختص کړي دي.
وفاقي وزیر اوویل چې د جمرود سپورټس کمپليکس اپګريډيشن لپاره 29 کروړه روپۍ بېلې کړي شوي دي، هغه اوویل چې په وادي تیراه، ملاګوري، ذخه خېل او نورو سيمو کې په لوبو میدوانونو د جوړولو کار روان دې.
نوموړي اوویل په کرم، خېبر، باجوړ، مهمند او وزيرستان كښې سپورټس د لوبو میدانونو لپاره یو لوی بجټ ایښودلو سره اپګريډ كولې شي۔
هغه اوویل چې د باجوړ لپاره ٢٧٩ ميليونه، مهمند ته ٧٠ ميليونه، د خيبر لپاره ٢٨٩ ميليونه، اورکزو لپاره ٣٣٥ ميليونه، جنوبي وزيرستان ته ١٧٧ ميليونه، کرم لپاره ٥٩٥ او ١٤٥ ميليونه او شمالي وزيرستان لپاره ٢٥٣ ميليونه روپۍ ایښودل شوي دي چې په دې ضلعو کې به لوبو په سهولتونو ورکولو او د لوبو میدانونو په په جوړولو به خرچ شي.

Leave a reply