باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود او ملاګوري سیمو کې د ونو لګولو کمپاین پرانسته شوې دې، په دې سیمه کې په بیله بیلو علاقو کې یو شمیر بوټي او ونې لګول شوي دي.
د تفصيلاتو ترمخه د جمرود سب تحصيل ملاګوري کښې د سيکيورټي فورسز 111 ونګ ليفټيننټ کرنل ليفټننټ کرنل 111 ونګ دلاور د صوبائي اسمبلئ ممبر ولسن وزير د بوټو لګولو پرانسته وکړه.
د افتتاح په موقع ايم پي اے ولسن اوويل چي د وزيراعظم په لارښوونه وزير اعظم عمران خان د فرورۍ په 22مه نيټه په ټول ملک کښې د ونو بوټو لګولو مهم پرانسته کړې وه چې مقصد ئي سيمه زرغون او متحرک کول دي.
هغه اوویل چې وزیراعظم ویلي وو چې د ځنګلاتو محکمي لاندې خيبر ضلع کښې يو لک بوټو کرلو هدف ټاکلې شوې دې کوم چې به سږ کال وکرل شی چې دا سیمه شنه او زرغونه شي.
ضلع خیبر کې د ونو لګولو کمپاین پرانسته شوې










Leave a Reply