صوبایی حکومت اولس له د صحت اسانتیاوې ورکوي: وزیراعلی محمود خان

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی په خپل ټولنیزو رسنیو یو خبر خپور کړې دې چې د صوبې په لرې پرتو سیمو کې صوبایی حکومت د عام اولس لپاره د صحت او علاج د اسانتیاوو لپاره عملي ګامونه پورته کوي او په یو شمیر سیمه کې ی واړه هسپتالونه او د صحت مرکزونه جوړ کړي دي.
حکومت په خيبر پښتونخوا کې د بنيادي روغتيايي مرکزونو د حالت ښه کولو او د اسانتياوو برابرولو لپاره ګامونه پورته کوي.
وزیراعلی په دې خپور شوي بیان کې وایی چې په خیبر پښتونخوا کې د لویو روغتونونو ترڅنګ، BHUs او RHCs کې د بیا رغونې او د صحت دې مرکزونو کې د نورو سهولتونو ورکولو چارې روانې دی او په یو شمیر سیمو کې دا چارې بشپړ شوي دي.
په بیان کې زیاتوي چې د ایبټ آباد په لوئر تناول سیمه کې په 3 BHUs کې د ترمیم کار بشپړ شوې دې، په دې سیمو کې د پانډو تهانه، کټهیالا او د پنډ کرګو خان سیمې شاملې دي.
په بیان کې زیاتوي چې دصوبې نور ضلعو ته د دغې پروژې د غځولو چارې هم پيل شوې دي.








