د ضم ضلعو د لوبو میله پیل شوه

0
135

نصیب شاه شینواري
د ضلع خیبر په جمرود سپورټس کمپلکس کښي د ضم ضلعو سپورټس محکمي لخوا د ځوانانو او لوبغاړو لپاره د لوبو یو لوی میلې تابیا شوې ده.
د لویو لوبو لکه فټ بال،کرکټ د میلې پرانسته د غونډې مشر مېلمه د مذهبی چارو وفاقی وزیر پیر نورالحق قادری په رسمي توګه وکړه .

د خيبرپښتونخوا سپورټس سيکرټري عامر سلطان ترين، ايم پي اے شفيق شير آفريدي، ډي جي سپورټس خيبرپختونخوا خالد خان، ايډيشنل ډپټي کمشنر نور ولي خان، ايډيشنل ډپټي کمشنر فنانس خيبر حسيب الرحمان، تحصيل چيئرمين سيد نواب آفريدي، د ضم ضلعو د لوبو محکمې مشر پير عبدالله شاه، د پي ټي ائي 106 پخوانې صوبائي اميدوار حاجي امير محمد خان آفريدي، ډي ايس او خيبر راهد ګل ملاګوري او نورو اعلي چارواکو هم د پرانستې په دې دستوره کې ګډون وکړو.

لویې لوبې به د فبرورۍ له ۲۲مې تر ۲۷مې د پېښور په بېلابېلو میدانونو کې ترسره کېږي.د ضم ضلعو لویو لوبو کې 3631 لوبغاړي برخه اخلي. په مهمو لوبو کښې فټبال، والی بال، کبډي، هاکي، باسکټ بال او اتھلیٹکس شامل دي، د فټبال لوبې به طهماس خان فټبال سټیډیم پيښور، والی بال اسلامیه کالج یونیورسټئ پیښور، کبډي مهمند، هاکي اسلاميه کالج، باسکټ بال او اتھلیټیکس پيښور سپورټس کمپلکس کې ترسره شي.
په لوبغاړو کې وړاندې د لوبو جامې او نور ضروري سامان تقسیم کړے شوې دې . د لوبغاړو تر منځ د اوو ضلعو خیبر، مهمند، باجوړ، اورکزۍ، جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان، کرم، سب ډویژن ټانک، سب ډویژن پيښور، سب ډویژن، کوهاټ، سب ډویژن ډي آئي خان، سب ډویژن بنو او سب ډویژن څخه لوبغاړي شامل دي.

Leave a reply