د پاکستان فوځ سرلښکر د قوم شهیدانو ته سلامي وړاندې کړې ده

0
204

باغی ټي وي رپورټ
په پاکستان کې د پاکستان فوځ او امنیتي ځواکونو له لوري د ترهګرو په ضد ردالفساد عملياتو پنځه کاله پوره کېدو په موقع د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د شهيدانو قربانۍ او د قوم عزم ته سلامي وړاندې کړې ده.
ډي جي آئي ايس پي آر د ردالفساد د اپریشن پنځه کاله پوره کېدو په موقع د آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه پيغام په ټوئټر شريک کړے دے۔
دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه په خپل بیان کې ویلي دي چې نن د ردالفساد عملياتو پنځه کاله پوره کيږي. هغه په بیان کې زیاتوي چې د ردالفساد عملیاتو بنیادي مقصد د ترهګرۍ پر وړاندې د اوږدې جګړې د ګټې پیاوړي کول دي. هغه اوویل چې د شهیدانو سترو قربانیو ته سلام وړاندې کوو.

Leave a reply