طالبانو ارزګان یو کس پۀ عام محضر کې پۀ دورو وهلی دی 

0
152

 طالبانو ارزګان یو کس پۀ عام محضر کې پۀ دورو وهلی دی 

وایي، د طالبانو له خوا په لوډسپيکر کې ويل کېدل چې دغه کس قدرت الله نومېږي او د ارزګان ولايت د خانقي سيمې اوسېدونکی دی. نوموړی یې اول په نظامي موټر کې راوستی او بیا یې د خلکو په مخ کې په دورو وهلی دی.

 

(2022 / 2 / 22    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ارزګان ځايي خلک وایي، چې طالبانو نن سه شنبه په دې ولایت کې يو کس د زنا په تور په دورو وهلی دی.

دوی وایي، چې طالبانو ځايي رسنیو ته د دې پېښې د خبري پوښښ اجازه نه هم ده ورکړې.

د ترينکوټ ښار اوسيدونکي وايي، دغه کس نن شاوخوا ۱۱نیمې بجې د ښار څلورلارې کې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې په دورو ووهل شو.

وایي، د طالبانو له خوا په لوډسپيکر کې ويل کېدل چې دغه کس قدرت الله نومېږي او د ارزګان ولايت د خانقي سيمې اوسېدونکی دی. نوموړی یې اول په نظامي موټر کې راوستی او بیا یې د خلکو په مخ کې په دورو وهلی دی.

په لوډسپیکر کې ویل شوي، چې قدرت الله نومی د يوې ښځې سره په چورې ولسوالۍ کې پر جنسي اړيکو ونيول شو او د خلکو د پوهاوي لپاره يې د ښار منځ کې په دورو وهو.

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو کس په عام محضر کې په دورو وهل کېږي.

Leave a reply