د ارزګان ځايي چارواکي وايي، چې ناپېژانده وسلهوالو په دې ولایت کې یو سوداګر وژلی دی

د ارزګان ځايي چارواکي وايي، چې ناپېژانده وسلهوالو په دې ولایت کې یو سوداګر وژلی دی
د نوموړي په خبره وژل شوی کس د غزني د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکی و چې خاص ارزګان ولسوالۍ ته د سوداګرۍ په موخه تللی و.
(2022 / 2 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ارزګان ولايت لپاره د اطلاعات او فرهنګ رییس ملا محمداصف دغه پېښه تاییده کړې او ویلي یې دي چې یاده پېښه پرون دو شنبې د خاص ارزګان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره وژل شوی کس د غزني د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکی و چې خاص ارزګان ولسوالۍ ته د سوداګرۍ په موخه تللی و.
سیمهییزو خبریالانو بیا ویلي، چې د وژل شوي سوداګر څخه يو اندازه پیسې هم وړل شوي چې دا مهال سيمه کې امنيتي مسولينو د پلټنې هڅې پیل کړي دي.
امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
تر دې وړاندې ناپېژانده وسلهوالو د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې هم دوه کسان وژلي وو.






