په جنګ جګړه ستونزې او مسلې نه هواریږي، جنګ یوه احمقانه پریکړه وي: عمران خان

0
186

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د بهرني هیواد یو ټیلي وژن سره په مرکه کې ویلي دي چې د کشمير مسله د پاکستان او هند ترمينځ يوه پيژندل شوي او تسلیم شوي مسله او ستونزه ده ، هغه اوویل چې ددې ستونزې هواریدل ډیر زیات ضروردي.

عمران خان اوویل چې پاکستان د سيمې له ټولو هيوادونو سره تجارتي اړيکې غواړي، مونږ د کومې نړیوال ګروپ یا ډلې برخه نه يو، په تیر وخت کې پاکستان ته امریکایی اتحاد برخه وو .
وزیراعظم عمران خان د روسي ټلویزیون(آر ټي اې) سره په مرکه کې اوویل چې نړۍ له دوو سترو ننګونو سره مخ ده، د منابعویعني د دولت غیر عادلانه تقسیم، او ملک څخه روپۍ په غیرقانوني طریقه ویستل هم ستر چلنجونه دي، هغه زیاته کړه چې د شتمنیو غیر عادلانه وېش غربت زیاتوي، په پرمختللو هېوادونو کې مني لانډنګ یعني پیسې په ناقانونه توګه بهر ویستل یوه لویه ستونزه ده. له هېواد څخه د پيسو وتل او وړل د هیواد ادارې له منځه وړل دي، ادارې د زورواکانو د فساد له امله له منځه ځي.
خان اوویل چې مني لانډرنګ په نړۍ کې د لوږې،غربت او نورو ستونزو اصلي وجه ده. هغه وويل انسان بايد د خپل وجود د مقصد څخه خبر وي، هغه اوویل چې د انسان توجه او پام هروخت د مادي او روحاني چارو په لوري وي، هغه زیاته کړه چې نسان بايد د انسان د خیرښیګړې په اړه فکر وکړي.عمران خان ویلي، چې روسیې ته د دوی سفر ډیر مهم دی.
عمران خان اوویل چې په دې هرڅوک پوهیږي چې که د روسیې او یوکرین ترمنځ شخړه نوره هم وغځول شي نو پایلې به یې څه وي؟خان اوویل چې غواړي چې د روس او یوکرین ترمینځ شخړه په خبرو اترو او په سوله ایزه توګه هواره شي.
خان اوویل چې نړۍ ته ماحولیاتي بدلونه هم لوی چلینج دی او دا په نړۍ اغیزه کوي.
عمران خان اوویل پاکستان له ټولو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې غواړي، پاکستان له روسیې سره ښې اړیکې غواړي، هغه زیاته کړه چې د روس او یوکرین ترمینځ د مسلو سوله ییز حل غواړي. ده ووئيل مونږ غواړو چې په ايران لګيدلي بنديزونه لرې شي. خان اوویل چې مونږ کولې شو چې د ايران څخه په ارزانه بیعه ګیس ترلاسه كړو.
د هند په اړه عمران خان اوویل چې مونږ غواړو چې هند دې د خلكو د غربت نه د خلاصون لپاره ګامونه پورته کړي چې په دې هیواد کې غربت او لوړه ختمه کړي. خان اوویل چې پاكستان نه غواړي چې د نړۍ د كومې ډلې یا ګروپ برخه شي.
د پاکستان وزیراعظم اوویل چې په افغانستان کې د زور په کارولو سره څه ترلاسه شوي؟
خان اوویل چې پاکستان افغان مهاجرینو ته پناه ورکړې، دا احمقانه کار او پریکړه وي چې کومه لانجه او ستونزه د جګړې له لارې هواره شي.
خان زیاته کړه چې نړۍ ولیدله چې امریکا له افغان جګړې څه ګټه پورته کړه، هغه اوویل چې کله ی حکومت ترلاسه کړه نو اول ځل ی یې هند ته د سولې د خبرو وړاندیز وکړو خو هند د افراطي او انتها خوشي ایډیالوژۍ حکومت لري.
نوموړی اوویل چې د هیڅ کوم هیواد او قوم لپاره دا د منلو وړ نه ده چې په بل کوم هیواد خپله ایډیالوژي اومني، هغه اوویل چې وس داسې نه ده، هند باید د هندوتوا پر ځای انسانیت ته پام وکړي.
خان اوویل چې بهرنۍ مرستې یو لعنت دی، هغه اوویل چې د بهرنیو مرستو په وجه هیوادونه په دې مجبوره کوي چې دوی غلطې پریکړې وکړي.

Leave a reply