د افغانستان په تقسيمولو کښې مو دلچسپي نشته : روس

0
111

باغي ټي وي رپورټ

د روس صدر ولاديمير پيوټن په يو بيان کښې ويلي چې د طالبانو نه دا هيله لرو چې دا ځل به په افغانستان کښې افغانانو سره ښه او نرم چلن وکړي ـ نوموړې واي چې د افغانستان په تقسېم کښې کوم کار او دلچسپي نه لرو ـ

پيو ټن وايى که طالبان خلقو سره ښه چلن وکړي نو ټوله دنيا به دوى سره ښې اړيکې جوړې کړي ـ

ياده دې وي چې پيوټن وړاندې هم ويلي وو چې په افغانستان کښې د روس فوځ تجربه لري او د افغان جنګ نه مو سبق زده کړې دې ـ

Leave a reply