د بښنې نړیواله اداره:  د افغان شتمنۍ په اړه د امریکا پرېکړه غیر عادلانه ده

0
192

د بښنې نړیواله اداره:  د افغان شتمنۍ په اړه د امریکا پرېکړه غیر عادلانه ده

سرچینه وایي د یادو پېښو د قربانیانو لپاره باید عدالت تامین شي، خو له اصلي مسوولینو یې دې غرامت واخیستل شي، په داسې حال کې چې دا د ملکي او بېوزله افغانانو شتمني ده.

 

(2022 / 2 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د بښنې نړیوالې ادارې د افغان شتمنیو په اړه د بایډن پرېکړه غندلې ده. دغه ادارې په یوه رسمي خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د بایډن د ادارې دا پرېکړه غیر منطقي او غیر عادلانه ده.

د بښنې نړیوالې ادارې ویلي چې د سپټمبر د یوولسمې پېښه یو بشر ضد جنایت و، خو په دې جنایت کې هېڅ افغان لاس نه درلود.

سرچینه وایي د یادو پېښو د قربانیانو لپاره باید عدالت تامین شي، خو له اصلي مسوولینو یې دې غرامت واخیستل شي، په داسې حال کې چې دا د ملکي او بېوزله افغانانو شتمني ده.

یاده اداره پر امریکا غږ کوي چې له داسې یوې بې منطقه او غیر عادلانه پرېکړې په شاي او په دې سختو شرایطو کې د افغانانو شتمني بېرته دوی ته ور وګرځوي.

د بښنې نړیوالې ادارې د بشري حقونو له فعالو نړیوالو ادارو هم غوښتي چې د افغانانو له حقونو دفاع وکړي.

Leave a reply