د بښنې نړۍوال سازمان خبر ورکړی چې د افغان مېرمنو شل کلنې لاسته راوړنې د لۀ منځه تللو حالت کې دي

د بښنې نړۍوال سازمان خبر ورکړی چې د افغان مېرمنو شل کلنې لاسته راوړنې د لۀ منځه تللو حالت کې دي
یاد سازمان په خپله ټوېټرپاڼه د یوې ویډیو په خپرولو ویلي، چې افغان مېرمنو په تېرو دوو لسیزو کې ډېرې سختۍ ګاللي او لاسته راوړنې یې درلودلي، خو د طالبانو په راتګ سره دغه لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ دي. وایي:
(2022 / 2 / 21 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
د بښنې نړیوال سازمان وایي، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغان ښځو لاسته راوړنې د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
یاد سازمان په خپله ټوېټرپاڼه د یوې ویډیو په خپرولو ویلي، چې افغان مېرمنو په تېرو دوو لسیزو کې ډېرې سختۍ ګاللي او لاسته راوړنې یې درلودلي، خو د طالبانو په راتګ سره دغه لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ دي. وایي:
” افغان مېرمنو تحصیل کړی، په سياست کې يې برخه اخيستې او ډېرو يې د خپل هېواد د اقتصاد په وده کې هم ونډه اخيستې ده، خو اوس چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي د دې خطر شته چې افغان ښځو حقونه تر پښو لاندې شي.”
د بښنې نړیوال سازمان دغه څرګندونې په داسې وخت کوي، چې طالبانو ژمنه کړې د نجونو پرمخ به ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیزي.
په ورته مهال طالبانو تر دې وړاندې ویلي، د اسلامي اصولو رعایتولو په صورت کې به د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.






