په ننګرهار کې یو تن خپل پلار وژلی او د کور ۴ غړي یې ټپیان کړي دي

0
386

‌‏په ننګرهار کې یو تن خپل پلار وژلی او د کور ۴ غړي یې ټپیان کړي دي

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي رسنیو ته وویل چې پېښه وړمه شپه ناوخته شوې چې د معلوماتو له مخې ډزې د کورنۍ یوه ځوان کړي او ادعا کوي چې «په ځان نه و پوه او ډزې ترې شوي».

 

(2022 / 2  / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځو غړو ته په یوه مرموزه پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي رسنیو ته وویل چې پېښه وړمه شپه ناوخته شوې چې د معلوماتو له مخې ډزې د کورنۍ یوه ځوان کړي او ادعا کوي چې «په ځان نه و پوه او ډزې ترې شوي».
زابلي زیاته کړه ډزې کوونکی ځوان چې خیال شاه نومیږي په خپله هم ټپي دی او اوس مهال د دوی له خوا نیول شوی دی.

Leave a reply