سټورټ لا د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لنډمهالی روزونکی ټاکل شوی

0
275

سټورټ لا د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لنډمهالی روزونکی ټاکل شوی

افغان لوبډله اوسمهال په بنګله دېش کې ده او ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۳ نېټه له دغه هېواد سره د يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کړي. شل اوريزې لوبې بيا د مارچ پر درېيمه پيلېږي.

 

(2022 / 2 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 
نن یکشنبه (د کب لومړۍ نېټه) د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د استراليا د ملي لوبډلې پخوانۍ توپوهونکی سټورټ لا يې د ملي لوبډلې لنډمهالی روزنکی ټاکلی دی.

د افغان کرېکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې ښاغلی سټورټ به د بنګله دېش پر وړاندې د افغان لوبډلې د روزنې چاره پر مخ بيايي چې له ملي لوبډلې سره د يو ځای کېدو په موخه اوس بنګله دېش ته رسېدلی دی.
افغان لوبډله اوسمهال په بنګله دېش کې ده او ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۳ نېټه له دغه هېواد سره د يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کړي. شل اوريزې لوبې بيا د مارچ پر درېيمه پيلېږي.

Leave a reply