کابل ښاروالۍ د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل کړی دی

0
182

کابل ښاروالۍ د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل کړی دی

د کابل ښاروالي مسوولینو په ژوند کې د نیالګیو په ارزښت او د نیالګیو کینولو ملي کمپاین پر ګټو خبرې کړې او زیاته یې کړه چې د ښار په کچه اوسنۍ زرغونې سیمې بسنه نه کوي.

 

(2022 / 2 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کابل ښاروالۍ د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل کړی دی. د ۱۴۰۱ لمریز کال دا کمپاین د کابل پر وزیر محمد اکبر خان تپه باندې د کابل د ښاروال مولوي عبدالرشید او دوو مرستیالانو له لوري د نیالیګو په کېنولو سره پیل شوی دی.

د کابل ښاروالي مسوولینو په ژوند کې د نیالګیو په ارزښت او د نیالګیو کینولو ملي کمپاین پر ګټو خبرې کړې او زیاته یې کړه چې د ښار په کچه اوسنۍ زرغونې سیمې بسنه نه کوي.

دوی دا ښه فرصت ګڼي څو د نیالګیو کینولو په ملي کمپاین کې کابل ښاریان برخه واخلي او د ښار په زرغونتیا کې مرسته وکړي.

دوی له کابل ښاریانو غوښتي دي چې د خپل کور مخې ته د یو نیالګي په کېنولو سره د ښار په زرغونتیا او پاکوالي کې ونډه واخلي.

Leave a reply