یو شمېر افغان مېرمنې وايي چې بایډن ثابته کړه چې امریکا د باور وړ نه ده

یو شمېر افغان مېرمنې وايي چې بایډن ثابته کړه چې امریکا د باور وړ نه ده
هغوی پر امریکا غږ کړی دی چې باید پر خپله پرېکړه غور وکړي او دغه راز یې له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې ده چې د امریکا د بې عدالتیو مخه ونیسي.
(2022 / 2 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یو شمېر افغان مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د افغانستان د مالي شتمنۍ په اړه د جوبایډ وروستۍ پرېکړه غندلې ده.
دوی د امریکا د ولسمشر پرېکړه له افغانانو سره ښکاره ظلم بللی دی او بایډن ته یې په خطاب کې ویلي چې هغه دې د افغانانو پیسې نه غلا کوي.
هغوی دغه راز څرګنده کړې ده چې د سپټمبر ۱۱مې پېښه په افغانانو پورې هیڅ اړه نه لري نو تاوان یې هم نباید له دغه مظلوم او فقیر ملت څخه واخیستل شي.
اړوند موضوعات:
ګارډین: بایډن د خپلې نظامي ماتې غچ لۀ عامو افغانانو اخلي
هغوی پر امریکا غږ کړی دی چې باید پر خپله پرېکړه غور وکړي او دغه راز یې له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې ده چې د امریکا د بې عدالتیو مخه ونیسي.






