د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه بيړنۍ ناسته کوي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن (دوشنبه، ۲۵ زمری) د افغانستان په اړه بېړنۍ ناسته وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش په یوه اعلاميه کې ويلي، چې د افغانستان وضعيتت ته اندېښمن دي او د ځينو هېوادونو په غوښتنه به د ملي امنيت شورا ځانګړې غونډه راوبولي څو د افغانستان وضعيت و ارزوي.
دغه راز ګوتريش په طالبانو غږ کړی چې له زغم کار واخلي، د بشري حقونو درناوی وکړي، د خلکو د سر او مال امنيت تأمين لپاره هڅې وکړي.
ملګرو ملتونو امنيت شورا په داسې حال کې د افغانستان پر وضعيت د غونډې پریکړه کړې، چې پرون طالبانو کابل ونيو او په يوه اعلاميه کې يې په ټولو سفارتخانو، ديپلوماتيکو دفترونو او مؤسسو غږ کړی چې ډاډه اوسي او خپل کارونه دوامداره واوسي، د دوی له خوا ورته هيڅ خطر نشته






