د ورښت او توپان لۀ امله یو ځل بیا د سالنګ لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده
د ورښت او توپان لۀ امله یو ځل بیا د سالنګ لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده
د سالنګ لویه لار د افغانستان ګڼ شمالي ولایتونه مرکز کابل سره نښلوي چې ډېر وخت د ژمي په موسم کې د سختو ورښتونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.
(2022 / 2 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سالنګ لویه لار د سختو ورښتونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولین وایي چې په سیمه کې له پرون راهیسې سخت ورښت او توپان روان دی.
د سرچینې په خبره له همدې امله دغه لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې او تر راتلونکې اطلاع پورې به چا ته د سفر اجازه نه ورکول کېږي.
د سالنګ لویه لار د افغانستان ګڼ شمالي ولایتونه مرکز کابل سره نښلوي چې ډېر وخت د ژمي په موسم کې د سختو ورښتونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.