د هند د بشردوستانه مرستو بله جوپه هم را رسېدلې ده

0
158

د هند د بشردوستانه مرستو بله جوپه هم را رسېدلې ده

د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ ددغه هېواد حکومت ویلي چې دوی په دې سختو شرایطو کې د افغانانو د لاسنیوي په موخه بشردوستانه مرستې لېږي چې په همدې لړ کې یې د مرستو بله جوپه هم کابل ته رسېدلې ده.

 

(2022 / 2  /  20  نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هند د بشردوستانه مرستو بله جوپه هم کابل ته را رسېدلې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ ددغه هېواد حکومت ویلي چې دوی په دې سختو شرایطو کې د افغانانو د لاسنیوي په موخه بشردوستانه مرستې لېږي چې په همدې لړ کې یې د مرستو بله جوپه هم کابل ته رسېدلې ده.

سرچینه وایي چې په دې مرستو کې درمل او اغوستن توکي شامل دي.

بلخوا د حکومت مرکزي ویاند هم په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د هند د مرستو یوه بله جوپه کابل ته را رسېدلې چې دوی یې له بشردوستانه مرستو مننه کوي.

هند په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې تل یې بشردوستانه مرستې رالېږلې او د لا ډېرو مرستو ژمنه یې کړې ده.

Leave a reply