سیګار ویلي چې ښایي د افغانستان ناخالص تولیدات څو میلیارده ډالر کم شي 

سیګار ویلي چې ښایي د افغانستان ناخالص تولیدات څو میلیارده ډالر کم شي 

سیګار دغه راپور د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام (UNDP) د اټکل له مخې خپور کړی دی. یاد پروګرام اټکل کړی، چې ښايي دغه ناخالص تولیدات چې په ۲۰۲۰ کال کې شل میلیارد ډالر و او۱۶ میلیارد ډالرو ته راکم شي.

 

(2022 / 2 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې یا سیګار ویلي، چې ښايي د افغانستان ناخالص تولیدات نږدې څلور میلیارد ډالر کم شي.

د سیګار د راپور له مخې، د افغانستان اقتصاد په تېر کال کې له سختو ننګونو سره مخ شو چې له کبله یې د کورني ناخالص تولید شل تر دېرش سلنه کم شوی دی.

سیګار دغه راپور د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام (UNDP) د اټکل له مخې خپور کړی دی. یاد پروګرام اټکل کړی، چې ښايي دغه ناخالص تولیدات چې په ۲۰۲۰ کال کې شل میلیارد ډالر و او۱۶ میلیارد ډالرو ته راکم شي.

سیګار دغه راز په افغانستان کې د بېکارۍ په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې روان کال به افغانستان کې د بېکارۍ کچه ۲۹ سلنه زیاته شي چې د تېرو کلونو په پرتله به دا ګراف دوه برابره زیات وي.

په ورته مهال د اسیا پرمختایي بانک بیا خبرداری ورکړی چې ښايي د وزګارتیا تر ۴۰ سلنې او د کورنیو لګښت تر ۴۴ سلنې راکم شي.

د سیګار په راپور کې ویل شوي، چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت کمښت هم د افغانستان پر اقتصاد او د خوراکي او نورو اړتیاوړ توکو د پيرلو لپاره د کورنیو پر توانمنۍ اغېز کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载