پی آی اې د لنډ وخت لپاره لۀ افغانستان نه خپلې الوتنې بندې کړې
پی آی اې شرکت د لنډ وخت لپاره لۀ افغانستان نه خپلې الوتنې بندې کړې
د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د امنیتي ستونزو لۀ امله د PIA شرکت خپلې الوتنې وځنډولې.
تېره شپه وروسته لۀ هغۀ چې امریکايي ځواکونو د کابل نړیوال هوايي ډګر کې پۀ ملکي وګړو ډزې وکړې او یو شمېر خلک يې ټپیان او ووژل، د کابل ملکي هوايي چلند ادارې اعلان وکړ چې دوی لۀ کابل څخه ټولې الوتنې د لنډ وخت لپاره بندې کړې.
دوی وویل چې لۀ کابل څخه زیات شمېر خلک راټول شوي تر څو پرته لۀ ویزو او ټیکټونو الوتکو ته پورته شی او لۀ هېواد څخه بهر لاړ شي، چې پۀ هوايي ډګر کې یې عامه نظم ګډوډ کړی ؤ او هلته د الوتکو د الوتنې خنډ او د ځنډ لامل شوي ؤ، لۀ همدې امله پي آی اې شرکت هم لۀ کابل نه ټولې الوتنې لغوه کړې او و یې ویل چې د وضعت د عادي کېدو تر وخته به دوی کابل ته هېڅ الوتنه ونلري.