د پکتیا پوهنتون استادان: د افغانستان د شتمنۍ په اړه د بایډن پرېکړه ظالمانه ده

0
201

د پکتیا پوهنتون استادان: د افغانستان د شتمنۍ په اړه د بایډن پرېکړه ظالمانه ده

یادو استادانو څرګنده کړې ده چې د امريکا له خوا د افغانستان کنګل شوې شتمني د افغانستان د مرکزي بانک هغه شتمني ده چې د افغانيو د ارزښت د ثبات او بانکي تصفيو لپاره په خارجي بانکونو او نړيوالو مالي موسساتو کې ساتل کيږي.

(2022 / 2 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پکتیا پوهنتون استادانو او د دغه ولایت د ملکي ادارو استازو د یوې غوڼډې په ترڅ کې د افغانستان د مالي پانګې په اړه د بایډن وروستۍ پرېکړه غندلې او هغه یې د افغانانو پر حقه حقونو تېری بللی دی.

د غونډې ګډونوالو د امريکا د ولسمشر جوبايډن له خوا د دغه هېواد په بانکونو کې د افغانستان د شتمنۍ په اړه صادر شوی فرمان غير عادلانه بللی دی.

دوی زیاته کړې ده چې د امريکا له خوا د افغانستان د مالي شتمنۍ په کنګل کېدو سره به په هېواد کې د وزګارۍ کچه لوړه شي.

اړوند موضوعات: 

افغان استادان: امریکا لۀ یو غریب هېواد څخه باجګیري کوي 

Leave a reply