د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د غشو ويشتلو سيالۍ تر سره شوه

د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د غشو ويشتلو سيالۍ تر سره شوه
په دې سیالیو کې بېل ټېمونه د ځوانانو لپاره د بوختیا زمینه برابروي، مېلې جوړوي او ګټونکو ټیمونو ته جایزې ورکول کېږي. دغه سیالۍ خپل سیمه ییز او دودیز قوانین لري چې همدې قوانینو ته په پام ګټونکي ټيمونه اعلانېږي.
(2022 / 2 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ادم خېلو او محمديار خېلو کليو تر منځ د غشو ویشتونکو سیالۍ ترسره شوه.
دا لوبه د چک ولسوالۍ د ادم خېلو په کوربتوب ترسره شوه. ياده سيالۍ چې د يوې ورځې په اوږدو کې وه، د ادم خېلو کلي ټیم وتوانېد، چې د محمديار خېلو کلي ته ماتې ورکړي او بريا په خپل نوم کړي.
د غشي ویشتلو سیالي د مرکزي ولایتونو په ډېری کلو او بانډو کې اوږده تاریخي مخینه لري او له کلونو راهیسې ترسره کېږي.