یونیسف افغان ماشومانو لپاره نوی استازی ټاکلی دی

یونیسف افغان ماشومانو لپاره نوی استازی ټاکلی دی
په ورته مهال ایویا پر خپل ټویټر لیکلي، خوښ دی چې په دې حساسو شرایطو کې د ځورېدلو افغان ماشومانو د ملاتړ مسوولیت اخلي او دی به هڅه وکړي چې افغان ماشومان له سختو کړاونو او روان وضعیت څخه راوباسي.
(2022 / 2 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له افغان ماشومان د ملاتړ نړیوال صندوق (یونسیف) محمد اګ ایویا د افغان ماشومانو لپاره د نوي استازي په توګه ګومارلی دی.
یونسیف نن اعلان کړی دی چې محمد اګ ایویا د لویدیځي افریقا د مالي اوسېدونکی دی او په تېرو کلونو کې یې په سومالیا، جنوبي سوډان، زیمبابوې او ګینه کې خدمت کړی دی.
یونیسف زیاته کړې ده چې ایویا په نړیواله کچه په پراختیایي کارونو کې شل کلنه کاري تجربه لري.
په ورته مهال ایویا پر خپل ټویټر لیکلي، خوښ دی چې په دې حساسو شرایطو کې د ځورېدلو افغان ماشومانو د ملاتړ مسوولیت اخلي او دی به هڅه وکړي چې افغان ماشومان له سختو کړاونو او روان وضعیت څخه راوباسي.






