امریکې طالبانو سره د داعش خلاف مقابله کولو اشاره کړې: د امریکې وزارت دفاع بیان

0
158

د امریکې وزارت دفاع په یو بیان کښې ویلي دي چې په افغانستان کښې به د امریکې حکومت د داعش په ډله نزدې نظروی او په داعش باندې د نظر ساتلو لپاره به د امریکې حکومت هر ممکن کار کوي.

په واشنګټن کښې یو خبرې کانفرنس ته په وینا کښې د امریکې جایینټ چیف آف آرمي سټاف جنرل مارک ملي اوویل چې په افغانستان کښې امریکا د طالبانو سره په شریکه د داعش او نورو ترهګرو په ضد حصه اخستې شي.
مارک وایی چې د طالبانو سره مو محدوده رابطه وه چې د افغانستان نه د امریکایی فوځونو او نورو وګړو انخلا په صحیح توګه ممکنه شي.
یو بل د امریکې وزیر دفاع جنرل آسټن وای چې امریکا به په افغانستان کښې د داعش خلاف هر ممکن کار کوي خو د طالبانو سره د داعش مقابله کولو لپاره د مدد په حقله څه نه شو ویلې. د امریکې وزارت دفاع چارواکي اوویل چې په راروان وخت کښې به د طالبانو سره د اړیکو لپاره پلان جوړوو.

Leave a reply