د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان پر موږ ټولو د خدمت حق لري او باید خدمت یې وکړو 

0
246

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان پر موږ ټولو د خدمت حق لري او باید خدمت یې وکړو 

نوموړي پر ټولو هېوادوالو غږ کړی دی چې اوس په هېواد کې د خدمت لپاره ښه زمینه برابره شوې ده، افغانستان پر ټولو د خدمت حق لري او ټول باید لاسونه سره یو کړي او د یو خپلواک او په خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره هلې ځلې وکړي.

(2022 / 2 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلي چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته په افغانستان کې بشپړ امن راغلی دی.

هغه په قطر کې له مېشتو افغانانو او سوداګرو سره په لیدنه کې تېرو تحولاتو ته په اشارې سره ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې امنیت تامین دی او د دغه هېواد وضعیت مثبت لوري ته روان دی.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی دی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول وروڼه قومونه پکې د ارام او هوسا ژوند کولو حق لري.

Leave a reply