د حمزه بابا ۲۸ کلیزې دستورې نیټه اعلان شوه

نصیب شاه شینواري
د لنډیکوتل سیمې یو وتلې د پښتو ژبې شاعر او د پښتو غزل بابا امیرحمزه بابا شینواری ۲۸ کلیزه به په ۲۰ د فروري و نمانځل شي.
میډیا سره خبرو کې د خیبر پښتو ادبي جرګې مشر ډاکټر تواب شاه مسرور اوویل چې د کلیزې دستوره به په ۲۰ فروري،اتوار په ورځ د حمزه بابا کلتوري کمپلیکس کې ونمانځل شي.
نوموړي زیاته کړه چې په دې کلیزې په مناسبت دې دستوره کې د هیواد بیله بیلو برخو د پښتو ژبې شاعران،ادیبان او د حمزه بابا مینه وال ګډون وکړي.
هغوی زیاته کړه چې د دستوره په یاد شوي ځای کې د سحر ۱۰ بجو څخه پیل شي.
په دې موقع هغه د لنډیکوتل خبریالانو ته هم بلنه ورکړه چې د حمزه بابا د ۲۸ کلیزې په مناسبت دې دستوره کې ګډون وکړي.





