اپوزیشن دې د تیلو بیعې کنټرول کولو په اړه کوم جادو وښایی : فواد چوهدري

0
275

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په یو بیان کې ویلي دي چې اپوزيشن ګوندونه دې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې زياتوالي باندې تنقید کوي خو دوی سره ددې بیعو زیاتوالي څه متبادل پلان نشته چې ور ی کړي او د تیلو بیعې کنټرول شي.

زيارت په ورځ چوهدري په یو ټوېټ کښې دا خبره کړې ده چې اوس دې اپوزيشن ووائي چې په نړیواله منډۍ كښې تېل د 60 ډالر نه تر 95 ډالر في بېرل ته رسیدلي نو حکومت به دا بیعې څنګه کنټرول کړي، په داسې وخت کې چې بیعې په دومره شمیره کې زیاتې شی نو حکومت به ولې د تیلو بیعې نه زیاتوي.
هغه زیاته کړه چې که اپوزیشن سره د جادو كومه ډيوه وي نو راته دې وښايي چې مونږ د تیلو بیعې کنټرول کړو.

Leave a reply