وفاقي حکومت تګلاره اعلان کړې

0
125

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت د اپوزیشن د عدم تحريک په ضد د تګلارې فيصله کړې ده.
دسرچينو له مخې حکومت د عدم اعتماد تحريک په ضد د تګلارې په توګه د ائتلافي ګوندونو د راضي کولو فيصله کړې ده.
د جیو رپورټ مطابق ، سرچینو زياته کړې، چې د اتحادي ګوندونو غړو ته به د وزير مملکت څوکۍ ورکول کېږي او له ايتلافي ګوندونو سره شوې ټولې ژمنې به هم پوره کېږي.
سرچينې زياته کړې چې د ګوندونو د شکايتونو او اندېښنو په سمدستي توګه د حل کولو پرېکړه شوې او وزيراعظم عمران خان په دې لړ کې له خپلو نزدې ملګرو سره سلا مشورې بشپړې کړې دي.

Leave a reply