افغانستان کې اقتصادي بحران زیات شوي

0
171

باغی ټي وي رپورټ
په افغانستان کې نن سبا مالي بحران نور هم زیات شوي ، افغانستان په پایه تخت کابل کې لوى سوداګريز مرکزونه، مارکېټونه او هوټلونه تړل شوي دي او د کورونو کرايه هم ٣٥ سلنه راټيټه شوې ده.

د مشرق نیوز رپورټ مطابق په دې وروستيو مياشتو کې له افغانستان څخه په ميليونونو ډالره بهر ته لېږدول شوي دي. افغانستان چې له امله يې په پاکستان کې هم د پيسو د ارزښت د لا ټيټېدو وېره شته او له ستونزو سره مخ دي، له اوږدې مودې راهيسې د بانکونو د تړل کېدو له امله سوداګريز فعاليتونه په ټپه ولاړ دي او زياتره مارکېټونه او لوى سوداګريز مرکزونه تړل شوي دي، په رپورټ کي زیاتوي چې په کابل کې هوټلونه هم تړل شوي دي.
د یادونې ده چې د امریکا له لوري د افغانستان ۹ ملیارده اثاثي کنګل شوي دي او وس امریکا دا پریکړه هم کړې چې د افغانستان د اثاثو څه برخه د ۹/۱۱ په قربانیانو باندې تقسیموي.
په سوشل میډیا داسې خبرونه او ردعمل هم د عامو خلقو له لوري راغلي چې امریکا چې یو مالداره او شتمن هیواد امریکا د یو غریب هیواد اثاثي د افغانستان څځه پوښتنې بغیر ددې هیواد اثاثی د ۹/۱۱ په قربانیانو باندې تقسیموي چې دا د افغانسان اولس سره ډیر ظلم او زیاتې دې.

Leave a reply