کاپیسا کې وسلوال برید؛ یاد برید کې پنځه کسه وژل شوي 

0
226

کاپیسا کې وسلوال برید؛ یاد برید کې پنځه کسه وژل شوي 

د مجاهد په خبره، د یادې پېښې اصلي لامل تر اوسه مالوم نه دی خو په وینا یې، د دغې پېښې په تړاو یې دوه تنه نیولي او د پېښې په تړاو د دوی څېړنې روانې دي.

 

(2021 / 2 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کاپيسا ولایت کې د ناڅرګندو وسله والو په یو برید کې د دوو امارتي سرتېرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

د ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوه شپې وړاندې د کاپيسا ولایت د حصه دو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو پخواني قومندان د ساتونکو پر یو موټر چې امارتي سرتېري هم پکې سپاره وو، نامعلومو وسله والو برید کړی دی چې په نتیجه کې یې دوه امارتي سرتېري او د قومندان حبیب افغان درې ساتونکي وژل شوي دي.

د مجاهد په خبره، د یادې پېښې اصلي لامل تر اوسه مالوم نه دی خو په وینا یې، د دغې پېښې په تړاو یې دوه تنه نیولي او د پېښې په تړاو د دوی څېړنې روانې دي.

Leave a reply