طالبانو هغه غلۀ ونیول چې د دوی لۀ نوم نه پۀ استفادې یې خلک لوټل
طالبانو هغه غلۀ ونیول چې د دوی لۀ نوم نه پۀ استفادې یې خلک لوټل
نن شا و خوا لس بجې طالبانو د کابل ښار کې هفه غلۀ ونیول چې د دوی لۀ نوم نه پۀ استفادې د خلکو کورو ته ننوتل او خلک یې لوټل.
تېره ورځ وروسته لۀ ننګرهار او پروان ولایت څخه طالبانو د کابل پر خوا مخه کړه؛ خو لا د کابل ښار ته داخل شوي نۀ ؤ چې د کابل ښار ټولې حوزې د پولیسو لۀ خوا تشې شوې وې او ښار خالي ؤ، وړاندې تر دې چې طالبان د کابل ښار ته ننوځي د یوې اعلامیې پۀ خپرولو سره یې وویل چې دوی به د کابل ښار ته نه دننه کېږي او د ښار د امنیت چارې به د پولیسو ځانګړې قطعه سمبالوي.
خو تر لږ وخته وروسته ښار خالي ؤ او ځینو خلکو چې د طالبانو کالي يې پر تن ؤ لۀ وسلو سره د خلکو کورنو ته دننه کېدل او د پیسو پۀ شمول یې قیمتي څیزونه ترېنه وړل، خلکو طالبانو ته پۀ شکایت وویل چې د دوی سر او مال خوندي ندی او هر څوک راځي د تلاشۍ پۀ بهانه هرڅه ترې وړي، طالبانو فوراً خپلو عسکرو ته امر وکړ چې ښار ته دننه شي او د خلکو د امنیت ساتلو هڅه دې وکړي، لۀ همدې امله دوی پراخې ګزمې پیل کړې چې نن او پرون یې یو شمېر غلۀ لۀ وسلو او نورو څیزونو سره ونیول.