افغان حکومت او افغان اولس سره په دې سخت وخت کې مرستې کوو: سینټر طلحه محمود

0
52

نصیب شاه شینواري
په داسې وخت کې چې د افغانستان حکومت او افغان اولس اثاثې د امریکا له لوري کنګل شوي دي افغانستان حکومت او اولس ی د ډیرو سختو مالي ستونزو سره مخ کړې دې.

نن په تورخم پوله د طلحه محمود فاونډېشن له لوري د افغانستان د خلکو لپاره د ۲۰۰ ټنه خوراکي توکو د ۸ لاریو د مرستو یوه قافله افغان چارواکو ته وسپارل شو. افغان چارواکو د پاکستان حکومت او د مرستندویه تنظیمونو شکریه ادا کړي ده چې په دې سخت وخت کې ی افغان اولس سره مرستې جاری ساتلي دي.
په دې موقع په تورخم پوله یوه دستوره ترسره شوه، په دې دستوره کې سینیټر طلحه محمود، د جے یو آئی مرکزی مشر الحاج شمس الدین آفریدی، کبیر خان، ایڈیشنل اے سی اشرف الدین، تحصیلدار طورخم غنچه ګل او د افغانستان اسلامی امارت نور چارواکی هم موجود وو.
په دې موقع ميډيا سره خبرو كښې سینیټر طلحه محمود او نورو مشرانو ووئيل مونږ به د ضرورت په دې وخت كښې خپل افغان وروڼه يوازې نه پرېږدو٬ مونږ د افغانستان له خلكو سره ديني او كلتوري اړيكې لرو او يوازې به يې نه پرېږدو او ددوی
د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو له پاکستاني چارواکو او سینیټر طلحه محمود څخه د افغانستان خلقو لپاره د مرستو د ۸ لاریو د سپارلو له امله ځانګړې مننه وکړه او وې ویل چې د پاکستان حکومت او مرستندویه تنظیمونو شکریه ادا کوو چې په دې سخت وخت کې افغان جنګ ځپلي اولس سره مرستې کوي. افغان چارواکو ژمنه وکړه او باور ی ورکړو چې دا بشري مرستې به اړمنو او مستحقو افغان کورنیو ته ورسوي.

طلحه محمود فاونډیشن له لوري د خوراکي توکو ډک ټرکونه افغانستان ته داخلیږي.

Leave a reply