یو شمېر افغان پيلوټانو د ملي دفاع د سرپرست وزیر د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی دی

0
44

د ملي دفاع سرپرست وزیر په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، دوی ټولو پخوانیو نظامي کادرونو ته په نوي حکومت کې د خدمت زمینه برابروي او ټولو هغو محصلینو ته یې د راتګ بلنه ورکړه چې به بهر کې په نظامي زده کړو بوخت دي.

(2022 /  2 /  16 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ورته وخت کې ځینو افغان پیلوټانو بیا ددې پرېکړې هرکلی کړی دی او وایي دوی د خپل هېواد ګټو ته ژمن دي او تیار دي چې دهېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره خدمت وکړي.

روح الله خرم افغان پیلوټ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، دوی د ملي دفاع د سرپرست وزیر د بلنې هرکلی کوي او د زده کړو تر بشپړېدو وروسته به د هېواد خدمت ته راګرځي.

هغه وایي د افغانستان له خزانې پر دوی لګښتونه شوي او دوی دې ته تیار دي چې خپل هېواد ته خدمت وکړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې څه موده وړاندې د مولوي یعقوب په بلنه پنځه افغان پیلوټان بېرته له بهر هېواد ته راستانه شوي او په هوايي پوځ کې یې کار پیل کړی دی.

Leave a reply