ټام ویسټ: د افغانستان د نوي حکومت پۀ وړاندې د هېڅ وسلوالې ډلې ملاتړ نکوو

0
212

ټام ویسټ: د افغانستان د نوي حکومت پۀ وړاندې د هېڅ وسلوالې ډلې ملاتړ نکوو

وېسټ همدا راز وایي دوی په افغانستان کې د نوي حکومت پر ضد د هېڅ وسله وال خوځښت ملاتړ نه کوي او له متحدو هېوادونو یې هم غواړي چې داسې کومه تېروتنه و نه کړي.

 

(2022 / 2 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي دوی په افغانستان کې د اوسني حکومت پر وړاندې د هېڅ وسله وال خوځښت ملاتړ نه کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام وېسټ د امریکا د سولې انستیتوت په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات، ټولشموله حکومت او دایمي سولې غوښتونکي دي.

هغه زیاتوي د ټولې نړۍ او سیمه ییزو قدرتونو اجماع پر دې دمه چې د افغان حکومت په رهبرۍ کې ټول افغانان خپل ځانونه وویني او تر څنګ یې نوی حکومت د نړیوالو هېلې د یوه با ثباته افغانستان د جوړولو لپاره پوره کړي.

نوموړی وایي نوی حکومت دې د امریکا د ۲۰۰۱ کال تېروتنه نه تکراروي چې هغه مهال یې طا لبانو ته په حکومت کې د ځای پر ځای کېدو بلنه ور نه کړه، بلکې ټولو افغانانو ته دې په حکومت کې د ګډون زمینه برابره کړي.

وېسټ همدا راز وایي دوی په افغانستان کې د نوي حکومت پر ضد د هېڅ وسله وال خوځښت ملاتړ نه کوي او له متحدو هېوادونو یې هم غواړي چې داسې کومه تېروتنه و نه کړي.

Leave a reply