هند د سید علي ګیلانی مړي نه هم ډار کوي: د پاکستان خارجه دفتر
باغي ټي وي رپورټ
سید علي ګیلاني خپل ټول عمر د کشیمریانو لپاره د ظالم هندوستان حکومت نه د آزادۍ په غوښتنه کښې تیر کړو، وړمه ورځ ی ددې دنیا نه سترګې پټې کړي نو د هند حکومت او فوځ دومره ډار کښې وو چې د علي ګیلانی مړې ی په زور په ولکه کښې واخستو او په حیدرپور کښې ی ښخ کړو.
د خدای بخښلي سید علي ګیلاني خاندان غوښتل چې د کشمیر لپاره آزادي غوښتونکۍ سید علي ګیلاني مړې د سري نګر په شهیدانو ادیره کښې خاورو ته وسپاري ولې هند فوځ دوی نه پریښودل او په زور ی د خاندان د خوښې خلاف د علي ګیلاني مړې د سرينګرد حیدر پور جماعت سره نزدې خاورو ته وسپارولو.
د پاکستان دفتر خارجه په دې باندې د غم څرګندونه کړې او د هند فوځ دغه کار ی غیرانساني او ظلم بللې چې د آزادۍ غوښتونکي د مړي نه هم هند فوځ ډار کوي او ددوی مړي ی په حیدرپور جماعت سره نزدې ښخ کړو.
د پاکستان دفتر خارجه وای چې چې بهارت په کشمیرانو ظلم کوي او په مقبوضه کشمیر کښې د مسلمانانو بنیادي حقونه د خپو لاندې کړي دي،د پاکستان غوښتنه ده چې نړې دې د بهارت دې ظلم ته اوګوري او په هند دې زور راوړي چې په کشمیریانو ظلم بند کړي او دوی ته د آزادۍ حق ورکړي.
یاده دې وی چې د کشمیرانو لپاره آزادي غوښتونکي سید علي ګیلاني مړې د پاکستان په قامي بیرغ کښې تاو کړې شوې او د هندوستان فوځ د ظلم آخري حد ته اوګورۍ چې د سید علي ګیلاني مړې ته ی د غسل ورکولو اجازت هم ورنکړو.
د سید علي ګیلاني په جنازه کښې د هغه د کور یو څو تنه چې ځامن او لور ی وه شرکت وکړو، د نړې په سطح د انساني حقونو لپاره آواز اوچتوونکې ادارې او ملل متحده دې د هند دې ظلم خلاف کاروای وکړی او د هند حکومت دې مجبور کړي چې کشمیریانو ته د خپلې آزادۍ حق ورکړي.