امریکا کې د کرونا له امله د مړو شمېر تر ۶۴۳ زرو واوښت
امریکا کې د کرونا له امله د مړو شمېر تر ۶۴۳ زرو واوښت
د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۳۹ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۶۴۳ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
(2021 / 9 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۳۹ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۶۴۳ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۲۱۹ میلیونه ډېر شوی او له څلور میلیونه څخه زیات کسان ترې مړه شوي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۹ زره او ۳۵۲ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۵۸۱ زره او ۹۱۴، په مکسیکو کې ۲۶۱زره او ۴۹۱، په هند کې ۴۳۸زره او ۸۹۵، په بریټانیا کې ۱۳۳ زره او ۲۴۴، په ایران کې ۱۰۸ زره او ۹۸۸ او په پاکستان کې ۲۶ زره او ۳۵۶ تنه تر دې دمه کرونا وبا مړه کړي دي.