ایلان ماسک؛ د ټسلا له ونډې ۵.۷۴ میلیارد ډالر خیریه موسسو ته ورکړي

ایلان ماسک؛ د ټسلا له ونډې ۵.۷۴ میلیارد ډالر خیریه موسسو ته ورکړي
د سیاست د مطالعاتو موسسې همکار باب لارډ، چې پر مالیاتي سیاست څېړنې کوي ویلي؛ د یاد ارزښت مالیاتي ګټه به خورا ډېره وي او شونې ده، چې ۴۰ یا ۵۰ سلنه ګټه یې خوندي پاتې شي. ټسلا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
(2022 / 2 /15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د نړۍ د ګران بیه موټرو د شرکت ونډهوال او میلیاردر ایلان ماسک د دغه شرکت له ونډې څخه ۴.۷۴ میلیارد ډالر پر بې وزلو د وېشلو لپاره یوې خیریه موسسې ته ورکړي دي.
رویټرز راپور ورکړی دی چې د دې مرستې ارزښت ۵ اعشاریه ۷۴ میلیارډ ډالرو ته رسیږي.
تر اوسه پورې د خیریه موسسې نوم نه دی په ډاګه شوی. د سیاست د مطالعاتو موسسې همکار باب لارډ، چې پر مالیاتي سیاست څېړنې کوي ویلي؛ د یاد ارزښت مالیاتي ګټه به خورا ډېره وي او شونې ده، چې ۴۰ یا ۵۰ سلنه ګټه یې خوندي پاتې شي. ټسلا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.






