تېر شل کاله؛  امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم ۶ میلیونه خلک وژلي

0
143

تېر شل کاله؛  امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم ۶ میلیونه خلک وژلي

هغه څرګنده کړې، په داسې حال کې چې امریکایي چارواکي ځانونه د نړۍ تر ټولو بشر دوسته او مهذب خلک بولي خو په نورو هېوادونو کې یې په تېره شل کلنه جګړه کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي او شاوخوا شپږم میلیون وګړي یې په بېلو نومونو وژلي دي.

 

(2022 / 2 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

یو مشهور ازاد خبریال او لیکوال د یوې څېړنې پر بنسټ ویلي چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې په تېرو شلو کلونو کې په ټوله نړۍ کې شپږ میلیونه خلک وژلي دي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې دا راپور یې د هغې پراخې څېړنې پر بنسټ چمتو کړی دی چې په نړۍ کې یې له مختلفو بنسټونو او خبریالانو د امریکا د وژنو په اړه ترسره کړې ده.

هغه څرګنده کړې، په داسې حال کې چې امریکایي چارواکي ځانونه د نړۍ تر ټولو بشر دوسته او مهذب خلک بولي خو په نورو هېوادونو کې یې په تېره شل کلنه جګړه کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي او شاوخوا شپږم میلیون وګړي یې په بېلو نومونو وژلي دي.

امریکا تر اوسه یادې څېړنې ته غبرګون نه دی ښودلی.

Leave a reply