امریکا وايي ښايي سبا روسیه پر اوکراین برید وکړي

امریکا وايي ښايي سبا روسیه پر اوکراین برید وکړي
بلخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر خپلو هېوادوالو غږ کړی دی چې د چهارشنبې په ورځ خپل ملي بیرغ په لاس لارو او کوڅو ته راووځي او خپل یووالی نندارې ته وړاندې کړي.
(2022 / 2 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
غربي رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې ممکن سبا د چهارشنبې په ورځ روسیه پر اوکراین برید وکړي.
په همدې حال کې فرانسې هم خبرداری ورکړی دی چې روسیې پر اوکراین د برید لپاره پوره چمتوالی نیولی دی او هره شیبه امکان لري چې پر دغه هېواد یرغل وکړي.
بلخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر خپلو هېوادوالو غږ کړی دی چې د چهارشنبې په ورځ خپل ملي بیرغ په لاس لارو او کوڅو ته راووځي او خپل یووالی نندارې ته وړاندې کړي.
د دې خبرداریو تر ورکول کېدو وروسته روسیې خپل یو شمېر سرتېري د اوکراین له پولو څخه لرې کړي دي.






