د طورخم سوداګرو د امارت اسلامی مشرانو سره ملاقات

0
61

باغي ټي وي رپورټ
د پاک افغان پولې طورخم د سوداګرو او د کسټم کلیرینس ایجنټس یونین غړو د امارت اسلامی افغانستان د طورخم ګمرک غړو او مشرانو سره ملاقات کړې ، د سوداګرو مطابق دوی ته د امارت اسلامی له طرف نه تسلي ورکړې شوه چې د سوداګرو ستونزې د ختمولو پوره پوره کوشش به کوي.

د طورخم کسټم کلیرینس ایجنټس یونین په نمایندګانو کښې قاري نظیم ګل شینواری ، حضرت عمر شینواري او نور سوداګر شامل شوو، سوداګرو د افغانستان طورخم ذمه واری د امارت اسلامی افغانستان د ګمرک مشرانو سره ولیدل، دوی ی د سوداګرو د مشکلاتو نه خبر کړل.
سوداګرو د امارت اسلامی نه غوښتنه کړې چې په افغانستان طورخم کښې ایسار په سوونو ګاړي چې د سبزې، میوې او نورو تجارتي توکو نه ډک دي،زر تر زر دې پاکستان ته د راداخلیدو اجازت ورکړې شي.
د امارت اسلامی مشرانو سوداګرو ته تسلي ورکړې چې ډیر زر به دپاکستان سره تجارتي هلې ځلې زیاتې شي او د سوداګرو ستونزې به هوارې کړي.

Leave a reply