نصیب شاه شینواري
نن په تورخم پوله د پاک افغان همکارۍ ټولنۍ ترسیوري لاندې د پاکستان اولس او الخدمت فاونډیشن پاکستان له لوري افغان چارواکو ته د جنګ ځپلي افغان اولس لپاره بشري مرستې د امارت اسلامی افغانستان چارواکو ته وسپارلې .
د الخدمت فاونډیشن پاکستان مشرانو مطابق نن ی ۳۱ د بشري مرستو ډک ټرکونه افغان چارواکو ته وسپارل. په دې بشري مرستو کې داروګان او نور د ژوند ضروري سامان شامل وو.
په دې موقع د الخدمت فاونډیشن پاکستان خیبر پختونخوا جنرل سیکرټری شاکر صدیقي اوویل چې په افغانستان کې نن سبا افغان اولس د سختو ستونزو سره مخ دې، هغه زیاته کړه چې الخدمت فاوډیشن پاکستان ، پاکستان او د پاکستان اولس په دې سخت وخت کې د افغان اولس او افغان چارواکو سره پوره پوره مرسته کوي ،هغه زیاته کړه چې نن مو هم د بشري مرستو ډک ۳۱ ټرکونه افغان چارواکو ته وسپارل او په راروان وخت کې به هم دا بشري مرستې دوام ولري.
هغه اوویل چې دا مرستې د ۱۰۳ ټرکونو د امداد برخه ده چې ټول ۲۱ کروړه او ۵۰ پنځوس لکه روپې د ارزښت سامان وو چې افغان چارواکو ته وسپارل شو.
د پاکستان چارواکو په تورخم پوله بشري مرستې افغان چارواکو ته وسپارلې










Leave a Reply