د بایډن د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې، د میدان وردګ ولسونو پراخه لاریون وکړ

0
155

د بایډن د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې، د میدان وردګ ولسونو پراخه لاریون وکړ

د بایډن یادې یو جانبه پرېکړې په کور د ننه او بهر سخت غبرګونونه پارولي دي، سیاسي شنونکي د بایډن یاده پرېکړه سیاسي حماقت بولي او وایي، دغه پرېکړه به اجرایي/ عملي بڼه ځکه پیدا نکړي، چې یو جانبه ده او د افغانانو په استازولۍ هېڅوک پکې شتون نلري.

 

(2022 / 2 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې په سلګونو عامو وګړو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو په پار او د امریکا د جمهور رییس جوبایډن د وروستۍ پریکړې په غبرګون کې لاریون وکړ.

لاریون کوونکو، چې شمېر یې سلګونو ته رسېدلو، له ځان سره بېلابېلا شعارونه لېږدول او جوبایډن یې د ۲۰۲۲ کال نړیوال غل باله؛ دوی د افغانستان کنګل شوې شتمني د افغانانو حق ګڼلو؛ په امریکا او نړیواله ټولنه یې غږ وکړ، چې د سپتمبر یوولسمه په افغانانو پورې هېڅ تړاو نه لري، د افغانانو شتمني دې امریکا د غرامت او بشري مرستو په نوم نه وېشي، بدون له کوم قید/ شرطه یې دې آزاده کړي.

کله چې امریکا په افغانستان کې سیاسي ماتې وخوړه، امریکا د افغانانو ۹،۵ میلیارده ډالره شتمني په امریکایي بانک کې کنګل کړه، اوس تازه بایډن په تازه پرېکړه کې له یادې شتمنۍ ۳،۵ میلیارده د افغانانو خپله شتمني په افغانانو د بشري مرستو په نوم وېشي او ۳،۵ میلیارده د افغانانو شتمني په امریکا کې د سپتمبر د یوولسمې د پېښې زیانمنو ته د غرامت په ډول ورکوي.

د بایډن یادې یو جانبه پرېکړې په کور د ننه او بهر سخت غبرګونونه پارولي دي، سیاسي شنونکي د بایډن یاده پرېکړه سیاسي حماقت بولي او وایي، دغه پرېکړه به اجرایي/ عملي بڼه ځکه پیدا نکړي، چې یو جانبه ده او د افغانانو په استازولۍ هېڅوک پکې شتون نلري.

د ا.ا چارواکي وایي، د سپتمبر د یوولسمې سناریو په افغانستان کې نه وه جوړه او نه یې کوم افغان غړیتوب درلود؛ امریکا په خپل راتګ سره په افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي، دوی باید افغانانو ته غرامت ورکړي.

Leave a reply