لاریون کوونکي امریکا ته: شتمني مو ازاده او د شل کلنې جګړې غرامت راکړئ
لاریون کوونکي امریکا ته: شتمني مو ازاده او د شل کلنې جګړې غرامت راکړئ
په دې ډول غیر عقلاني کړنو دې خپل جنایتونه نه پټوي. دوی ویلي چې امریکا دې ژر تر ژره د افغانانو کنګل شوې شتمني ازاده کړي، هغه دې افغانانو ته وسپاري او په دې شتمنۍ کې دې له تصرف ډډه وکړي.
(2022 / 2 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کابل کې سلګونه لاریون کوونکو د بایډن وروستۍ پرېکړه وغندله.
په کابل ښار کې سلګونه لاریون کوونکو نن له ځان سره د امریکا ضد شعارونه لېږدول او له امریکایې د شل کلنې جګړې د غرامت غوښتنه کړې ده.
دوی وایي امریکا په افغانستان کې شل کاله جګړه کړې ده او زرګونه ملکي افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې چې باید غرامت یې ورکړي. لاریون کوونکو دغه راز د بایډن دا پرېکړه چې د افغانانو شتمني به د سپټمبر د پېښې پر قربانیانو وېشي په کلکو ټکو غندلې او په خبره یې امریکا په سیمه او افغانستان کې د شل کلنې جګړې مسووله ده او
په دې ډول غیر عقلاني کړنو دې خپل جنایتونه نه پټوي. دوی ویلي چې امریکا دې ژر تر ژره د افغانانو کنګل شوې شتمني ازاده کړي، هغه دې افغانانو ته وسپاري او په دې شتمنۍ کې دې له تصرف ډډه وکړي.